Print

آریانا سعید

ښکلی میرمن په ژوندی خبرونه کی
25 غویی, 1392

اریانا داسی کورنی کی نړی ته راغلی ده چی مور یی دری ژبی او پلار یی پښتو ژبی و، هغی په ماشومتوب کی افغانستان پریخوده. پاکستان ته تږ نه وروسته، اریانا او کورنی یی اروپا ته سفر وکړ، او وروسته له څو کاله اوسیدو په سویس کی، اوس په لندن کی ژوند کوی. د هغی مینه موسیقی سره د ماشومتوب نه پیل شوی ده، اریانا د ښوونځی په دوره کی په سویس کی د غږولو د ګروه غړی وه. وروسته د مدریت او تجارت د ریشتی د فارغیدو نه، هغی پریکړه وکړه چی د یوی هنرمندی په توګه د موسیقی په څانګه کی خپل فعالیت پیل کړی.سر بیره پر دی چی، اریانا د خپل کار په لومړیو ورځو کی ډیرو ستونزو سره مخامخ شوه، خو اخیر د هغی استعداد د ډيرو جوایزو په اخیستو سره، د خلکو په منځ کی شهرت ته ورسیده. د جایزو اخیستل لکه؛ بهترینه ځوانه سندرغاړی میرمن، بهترینه سندرغاړی میرمن، بهترینه د ژوندی بنی خپرونکی او د کال غوره ودیو د اریانا د لاس ته راوړنو نه دی. په مجموع کی د اریانا ودیو کلیپونو په یوتوب په ۵ میلونه لیدونکو پاملرنه ځان ته رااړولی ده.باید دا خبره هم یاده کړو چی ډیری شعرونه او هغه کمپوزنه چی سندرو کی ورنه ګټه اخلی خپل یی دی. اریانا لومړی افغانه سندرغاړی ده چی سندره یی ماشاالله په نړیوالو رسانو کی خپره شوی ده.

 

اریانا تر اوسه پوری د ۵۰ کنسرتونو نه ډیر د نړی په سراسر کی اجرا کړی دی، چی د ۳ کلو نه تر ۶۵ کلو عمره درلودونکو په کی ګډون درلوده. دا ښکلی زړه راښکونکی میرمن، په ښکلی ستایل او کالیو یی او هغه شهرت چی د ژوند بنی سندرغاړی په توګه یی لری، کولای شی د څارونکو (مربی) په ټیم کی د افغانستان غږ په خپرونه کی یوه عالی ټاکنه اوسی.