Print

د خپرونې کوربه – امید نظامي

امید نظامي په کابل کې زېږېدلی دی او د هغه مور او پلار د افغانستان د " غزنی" ولایت څخه دي. د موسیقۍ د هنر سره د هغه لیوالتیا د کوچنیوالي څخه پيدا شوه او په دې برخه کې د هغه کورنۍ او ملګرو هغه ډیر وهڅوه.
امید د موسیقۍ په سیالۍ " افغان ستوري" کې د یوه ګډون کوونکي په توګه ګډون وکړ او د زیات شمېر افغانانو د خوښې وړ وګرځېد. هغه د افغانستان په ډیره محبوبه راډیو، آرمان راډیو کې د یوې خپرونې د کوربه په توګه کار وکړ.
وروسته له هغې امید د " افغان ستوري" د خپرونې کوربه شو. هغه تر اوسه د طلوع ټلویزیون او آرمان راډیو څخه ډیرې جایزې او تصدیق لیکونه ترلاسه کړي دي.
امید نظامي په 2010 کال کې خپله "خوابم نمی برد" سندره بازار ته وړاندې کړه چې د هغه دې سندرې، افغاني موسیقۍ ته تازه نفس ورکړ.
لوړ استعداد، غوره اخلاق او د رسنۍ سره د هغه بې حده مینه، د هغه وړتیا شوه او د هغه پر مخ یې د بریالیتوب دروازې خلاصې کړې. نن هغه په افغانستان او نړۍ کې د ټلویزیون یو نامتو کوربه او سندرغاړی دی.
د حیرانوونکي استعداد او غوره چلند تر څنګ د هغه د بریالیتوب راز، د هېواد او د رسنۍ د نړۍ سره مینه او لېوالتیا ده.