Print

عبید جوینده

شیک اغوستونکی او د موسیقی په برخه کی لیوالتیا لرونکی هنرمند

عبیده جوینده د 1975 کال د نوامبر په 3 د کندز په ښکلی ښار کی نړی ته راغلی او 7 کلن وه چی کورنی یی کابل ته راغله, هغه د امانی لیسی څخه د فارغیدو وروسته،خپل لوړی زده کړی یی د کابل پوهنتون د حقوق په پوهنځی کی پای ته  ورسولی.عبید جوینده د ځوانی په همغه دوران کی د موسیقی هنر ته یی لیوالتیا درلوده او د لږ ځنډ وروسته د هغه کورنی د هغه په هنری استعداد پوه شول او له هغه څخه یی ملاتړ وکړ.لومړنی آله چی هغه د 10 کلنی په عمر کی درلوده او زده یی کړه " اکوردئن " وه.د هغه لومړنی هنری کار د هغه د پوهنتون په دوره کی وه،د "صدای قلبم " په نوم سندره چی ډیر ژر د افغانستان د ټلویزیون او راډیوګانو څخه خپره شوه.د دی مودی په لړ کی عبید نوری سندری هم زمزمه کړی،خو د سیاسی بدلونونو له کبله چی په افغانستان رامنځته شوی،د هغه سندری خپری نشوی.په 1992 کال کی،د هغه جګړی لپاره چی په افغانستان کی پيښه شوه؛عبید او کورنی یی د هیواد په پریښودو اړ شول.هغوی اوکراین ته مهاجرت وکړ او په پايله کی عبید په 1994 کال کی لندن ته سفر وکړ،چی اوس هم هملته ژوند کوی.کوم ګامونه چی هغه د هنر په لاره کی پورته کړی له هغی ډلی،باید دا هم ووایو چی دا ویاړ هم ورپه برخه شو تر څو د استاد غلام علی خان سره زده کړه وکړی او ویکولای شو دری البومه د " کعبه ی دل"، " حدیث وفا" او "آغاز" په نوم خپاره کړی.

 

عبیده جوینده د نړی په ګوټ ګوټ کی ډیر کنسرتونه ترسره کړی او  په خپل ځانګړی او ښکلی اسټایل د دی په هڅه کی دی چی یو نوی لید د افغانستان د موسیقی د پرمختګ لپاره رامنځته کړی.د افغانستان د دی غوره هنرمند څخه هیله کیږی چی نه یوازی د ګډونکوونکو د هنرمندانه استعدادونو په پرمختګ کی،بلکه د استیج پر سر د هغوی په شتون او اسټایل کی هم مرسته وکړی.