Print

فرشته سما

فرشته سما یوه افغان- تاجیکه سندرغاړه، د افغانستان د هېواد څخه ده چې په 1964 کال په کابل کې یې نړۍ ته سترګې غړولي دي. هغه د نامتو افغانې سندرغاړې، هنګامې کوچنۍ خور ده. فرشتې سما کله چې 15 کاله عمر درلود، د افغانستان څخه آلمان ته ولاړه تر څو هلته د موسقۍ هنر د خپل خور سره پيل کړي.
فرشتې سما لاتر اوسه څلور البومه بازار ته وړاندې کړي دي چې د هغې دوه البومه د دوه کسیزو سندرو څخه جوړ دي او د فتح علي خان او شبیر خان په شان سندرغاړو سره ترسره شوي. 
په 2006 کال کې، هغې د یوه کنسرت د ترسره کولو لپاره کابل ته سفر وکړ.