Print

قیس الفت

ځوان تل پاتی غوغا اچونکی استعداد

قیس الفت د استاد الفت آهنګ زوی دی،چی په یوی لویه هنرمنده کورنی کی د کابل په ښار کی نړی ته راغلی.په افغانستان کی د دوامدارو جنګونو له کبله،قیس او د هغه کورنی دی ته اړ شوه چی خپل د زیږیدو ځای پریږدی او د هندوستان،په نوی دهلی کی یی ژوند پيل کړ.په هندوستان کی وروسته له اوسیدو څخه،قیس په 5 کلنی کی د پلار په مرسته او لارښوونی په سندرو ویلو او د هرمونی په غږولو پيل وکړ.همدارنګه هغه د طبلی وهلو هنر له خپل تره،استاد فضل احمد څخه زده کړ.وروسته له دی چی هغه خپل اوسنی کور کاناډا ته ولاړه،د موسیقی هنر یی د یوی حرفی په ډول وڅاره او په کیبورد غږولو او د افغان نامتو هنرمندانو لپاره یی په موسیقی جوړولو پیل وکړ.هغه په رسمی ډول خپل هنری کار د یو سندرغاړی په توګه په 2008 کال کی د خپل په لومړنی یوازی سندری "چشمان مست"پیل کړ.د هغی پسی د "موج گل" اثر یی په 2010 کال کی وړاندی کړ.په دی وقتونو کی قیس دوه،دوه کسیزه سندری په 2011 کال کی د " شعر عاشقانه" او په 2012 کال کی د " دل " په نوم بازار ته وړاندی کړی چی د ډیرو لیدونکو پام یی ځان ته راواړوه.د هغه وروستی سندره د " عاشقی " په نوم،د دوه با استعدادو افغان سندرغاړو،شکیب عثمانی او غزل په مرسته ده.دی سندری بریالی ترسره کونه له ځانه سره درلوده،اوس مهال د افغانستان په ټلویزیونونو او راډیوګانو کی خپریږی.د موسیقی څخه د هغه ژوره زده کړه او درک،هغه ته د بیلابیلو سبکونو لکه نیمه کلاسیک،آرام غزل،غزل او پاپ د سندرو ویلو وړتیا ورکړی. د یو هنرمند په توګه د هغه د خپل ځانګړی غږ او د غږ د سبک سره،او د هغه د کورنی مخینی ته په کتو سره له موسیقی څخه د ژوری زده کړی پر بنسټ،کولای شی داسی یو څارونکی اووسی چی ټول حیران کړی او کیدای شی داسی ګډون کوونکی ومومی چی په پایله کی د افغانستان غږ د خپرونی ګټونکی شی. د هغه موخه د افغانی موسیقی د څرنګوالی(کیفیت) او استندردونو لوړونه د پخوانی موسیقی د بډای جوړونی سره،د سپيڅلتیا او ښکولاوو سره یو ځای ده چی هغه په خپله تر اوس مهاله په نړیواله کچه لاسته راوړی.