Print

نذیر خارا

د بیلابیلو استعدادونو درلودونکی هنرمند

نذیر خارا د کابل په بی بی مهرو سیمه کی نړی ته راغلی دی، او د سندرو په څانګه کی په افغانستان کی ښکاره د درنښت وړ سندرغاړی دی. سره له دی چی یو سندرغاړی دی نور ته کمپوزونه هم جوړوی. نذیر خارا د موسیقی زده کړه د موسیقی له پوهنتون نه په کابل کی زده کړی ده. او همدارنګه د موسیقی په هندی کلاسیکو ټولګیو کی یی هم ګډون کړی دی. نذیر خارا په ۲۰۰۵ کال کی په افغانستان کی د موسیقی د زده کړی یو مرکز په لاره واچوه، چی په دی مرکز کی د سندرغاړیتوب، د کمپوزونو جوړولو، د موسیقی د تنظیم او زده کړی لپاره کورسونه جوړ کړی دی. د سندرغاړیتوب سره په طبله وهلو کی هم ځانګړی مهارت لری. نذیر خارا په دری پښتو انګلیسی او هالندی ژبو پوره واک لری، په دری او پښتو ژبو یی سندری ویلی دی.


د یو سندرغاړی، کمپوز جوړونکی او د موسیقی د ښوونکی په توګه د څو کلنی تجربی په پام کی نیولو سره، تمه ګیږی چی د یو څارونکی (مربی) په توګه د افغانستان غږ په خپرونه کی اووسی، او کیدای شی چی وشی کولای د دی خپرونی ګټونکی وموندی