Print
د سندرغاړیتوب ډیره لویه او په زړه پورې تلویزیوني سیالۍ

" د افغانستان غږ" د سیالۍ یوه ټلویزیوني خپرونه ده چې د هغې اصلي فارمت د " د هالند غږ" خپرونې څخه اخیستل شوې او د افغانستان نامتو سندرغاړي به نندارې ته وړاندې کړي، هغه کسان چې د یاور په توګه به، د هېواد د راتلونکو نسلونو د استعداد لرونکو سندرغاړو د روزنې لپاره خدمت وکړي.
دا خپرونه به د افغانستان د موسیقۍ نامتو سندرغاړي وړاندې کړي، هغه کسان چې د یاور په توګه به، د هېواد د راتلونکو نسلونو د استعداد لرونکو سندرغاړو د روزنې لپاره خدمت وکړي.

د دې خپرونې ابتکار لرونکی فارمت د سیالۍ 4 پړاوونه لري:


1. نه لیدل شوې ټاکنې
2. مخامخ سیالۍ
• مخامخ سیالۍ
• دمه
• پټونه
3. د بیرته راتګ څخه پرته حذف
4. یو ګام تر اتلولۍ

 

1. نه لیدل شوې ټاکنې:


د نه لیدل شوې ټاکنې په پړاو کې، د یاورانو قضاوت، یوازې او یوازې د غږ پر بنسټ دی نه لیدو.
یاوران د سندرغاړو ترسره کونې اوري خو د تاوېدونکو څوکیو په لطف سره، هغوي نه ویني.
په داسې حال کې چې یاور خپل د خوښې غږ پيدا کړي، د ټاکنې تڼې کیکاږي تر څو هغه ګډون کوونکی د خپل ټیم لپاره وټاکي.
په دې پړاو کې، د یاور څوکۍ تاویږي تر څو د ټاکل شوي ګډون کوونکي څیره وویني. که څو تنه یاوران د یو سندرغاړي د ټاکلو په موخه تڼې کیکاږي، په داسې حال کې د ټاکنې وړتیا سندرغاړي (ګډون کوونکي) ته ورکول کیږي تر څو دا ځل هغه وټاکي چې غواړي له کوم یاور سره کار وکړي.
که هیڅ یو یاور د ټاکنې تڼۍ کې نه کاږي، په داسې حال کې به ګډون کوونکی د سیالۍ څخه حذف شي.

 

2. مخامخ سیالۍ


مخامخ سیالۍ:  کله چې ټیمونه پوره شول، مخامخ سیالۍ پيلیږي! یاوران به خپل ډیری وخت، د خپل ټیم د ګډون کوونکو د روزنې د پرمختګ، هغوي ته مشوره ورکولو، خپل د بریالیتوب د راز په شریکولو او د نامتو مشاورانو څخه د مرستې اخیستلو لپاره، تېر کړي.
د مخامخ سیالۍ په پړاو کې، یاوران د خپل ټیم دوه غړي د یو بل سره د سیالۍ په موخه ټاکي او هغوي هم باید د ناستو کسانو په وړاندې یوه سندره ترسره کړي.
وروستی قضاوت د یاور له خوا ترسره کیږي.

دمه: اوس د مخامخ سیالۍ پړاو هم په تاویدونکې څوکې وړاندې کیږي. د یاور مشاور نور نو د یاور څنګ ته نه کیني. بلکه هغه د یاور شاته کیني. که یاور ته پرېکړه نیونه ستونزمنه وي، هغه کولائ شي یو ځل بیا پيژند (معروف) تڼې کیکاږي او څوکۍ به د مشاور لورې ته تاوه شي.
وروسته به مشاور او یاور خبرې اترې وکړي چې څوک د سیالۍ ګټونکی شي.
پټونه: د مخامخ سیالۍ څخه وروسته، یاور باید وټاکي چې د دې دوو ګډون کوونکو څخه به کوم یو د سیالۍ وروستي پړاو لاره ومومي. 
هر یاور کولائ شي حذف شوی ګډون کوونکی د خپل ټیم لپاره پټ کړي.
په دې پړاو کې هر یاور حق لري تر څو دوه ګډون کوونکي د خپل ټیم لپاره پټ کړي.
د خپرونې دا پړاو، په لومړني پړاو کې د یو ښه نوماند د ایستلو څخه ډډه کوي چې دا کړنه په عادي ډول د دې خپرونې د اصلي نسخې په فارمت کې هم پېښه شوې او شتون لري.


3. د بېرته راتګ څخه پرته حذف


د مخامخ سیالۍ په پای کې، یوازې د هر یاور د ټیم تر ټولو قوي غړي پاتې کیږي او د بېرته راتګ څخه پرته حذف پړاو ته، لاره مومي.
ګډون کوونکي به بیرته د ټیم د غړو له ډلې څخه د یو غړي سره جوړه شي، خو دا ځل به هغوي یوازې څو دقې مخکې له ترسره کونې څخه په دې پوه شي چې له چا سره سیالۍ کوي.
هر ګډون کوونکی خپل د خوښې سندرې ټاکي او په جلا توګه یې ترسره کوي، هغه هم په داسې حال کې چې سیالان یې ترسره کونه ویني او د هغه په تمه پاتي کیږي. هغوي د دې لپاره چې د "یو ګام تر اتلولۍ" پړاو ته لاره ومومي، د خپل یاور د ډاډ او قضاوت لپاره سیالۍ کوي.
یاور د هغوي ګټونکی ټاکي او نه ټاکل شوی ګډون کوونکی به، د کور په لوره خپله کډه وتړي.

 

4. یو ګام تر اتلولۍ


د دې خپرونې د "یو ګام تر اتلولۍ" په پړاو کې، هره اونې به د هر ټیم غوره ګډون کوونکي د ژوندیو خپرونو له لارې د یو بل سره سیالۍ وکړي.
د ټلویزیون لیدونکي به خپل د خوښې ګډون کوونکو ته رایه ورکړي او هره اونې به دوه ګډون کوونکي د ټیټو رایو سره د خپرونې څخه حذف شي.
په پای کې به، د ګډون کوونکو له ډلې څخه یو کس د " غږ " لقب خپل کړي، او د دې خپرونې لویه جایزه به ترلاسه کړي.