د یاورانو

Print

نذیر خارا

د بیلابیلو استعدادونو درلودونکی هنرمند

نذیر خارا د کابل په بی بی مهرو سیمه کی نړی ته راغلی دی، او د سندرو په څانګه کی په افغانستان کی ښکاره د درنښت وړ سندرغاړی دی. سره له دی چی یو سندرغاړی دی نور ته کمپوزونه هم جوړوی. نذیر خارا د موسیقی زده کړه د موسیقی له پوهنتون نه په کابل کی زده کړی ده. او همدارنګه د موسیقی په هندی کلاسیکو ټولګیو کی یی هم ګډون کړی دی. نذیر خارا په ۲۰۰۵ کال کی په افغانستان کی د موسیقی د زده کړی یو مرکز په لاره واچوه، چی په دی مرکز کی د سندرغاړیتوب، د کمپوزونو جوړولو، د موسیقی د تنظیم او زده کړی لپاره کورسونه جوړ کړی دی. د سندرغاړیتوب سره په طبله وهلو کی هم ځانګړی مهارت لری.

قیس الفت

ځوان تل پاتی غوغا اچونکی استعداد

قیس الفت د استاد الفت آهنګ زوی دی،چی په یوی لویه هنرمنده کورنی کی د کابل په ښار کی نړی ته راغلی.په افغانستان کی د دوامدارو جنګونو له کبله،قیس او د هغه کورنی دی ته اړ شوه چی خپل د زیږیدو ځای پریږدی او د هندوستان،په نوی دهلی کی یی ژوند پيل کړ.په هندوستان کی وروسته له اوسیدو څخه،قیس په 5 کلنی کی د پلار په مرسته او لارښوونی په سندرو ویلو او د هرمونی په غږولو پيل وکړ.همدارنګه هغه د طبلی وهلو هنر له خپل تره،استاد فضل احمد څخه زده کړ.وروسته له دی چی هغه خپل اوسنی کور کاناډا ته ولاړه،د موسیقی هنر یی د یوی حرفی په ډول وڅاره او په کیبورد غږولو او د افغان نامتو هنرمندانو لپاره یی په موسیقی جوړولو پیل...

عبید جوینده

شیک اغوستونکی او د موسیقی په برخه کی لیوالتیا لرونکی هنرمند

عبیده جوینده د 1975 کال د نوامبر په 3 د کندز په ښکلی ښار کی نړی ته راغلی او 7 کلن وه چی کورنی یی کابل ته راغله, هغه د امانی لیسی څخه د فارغیدو وروسته،خپل لوړی زده کړی یی د کابل پوهنتون د حقوق په پوهنځی کی پای ته  ورسولی.عبید جوینده د ځوانی په همغه دوران کی د موسیقی هنر ته یی لیوالتیا درلوده او د لږ ځنډ وروسته د هغه کورنی د هغه په هنری استعداد پوه شول او له هغه څخه یی ملاتړ وکړ.لومړنی آله چی هغه د 10 کلنی په عمر کی درلوده او زده یی کړه " اکوردئن " وه.د هغه لومړنی هنری کار د هغه د پوهنتون په دوره کی وه،د "صدای قلبم " په نوم سندره چی ډیر ژر د افغانستان د ټلویزیون او راډیوګانو څخه خپره شوه.د دی...

فرشته سما

فرشته سما یوه افغان- تاجیکه سندرغاړه، د افغانستان د هېواد څخه ده چې په 1964 کال په کابل کې یې نړۍ ته سترګې غړولي دي. هغه د نامتو افغانې سندرغاړې، هنګامې کوچنۍ خور ده. فرشتې سما کله چې 15 کاله عمر درلود، د افغانستان څخه آلمان ته ولاړه تر څو هلته د موسقۍ هنر د خپل خور سره پيل کړي.
فرشتې سما لاتر اوسه څلور البومه بازار ته وړاندې کړي دي چې د هغې دوه البومه د دوه کسیزو سندرو څخه جوړ دي او د فتح علي خان او شبیر خان په شان سندرغاړو سره ترسره شوي. 
په 2006 کال کې، هغې د یوه کنسرت د ترسره کولو لپاره کابل ته سفر وکړ.

خدیجه سادات

خبریاله

خدیجه سادات د کابل ولایت په شور بازار کې نړۍ ته سترګې وغړولې. هغه د رابیعه بلخي لېسې څخه فارغه شوې او برسېره پر دې د طلوع په ټلویزیون کې د کوربه/ تولید کوونکې په توګه دنده ترسره کوي. اوس مهال هغه د ګوهرشاد په پوهنتون کې د حقوق او سیاسي علومو په دریم کال کې زده کړې ترسره کوي.
د رسانې نړۍ ته د هغې لېوالتیا او د خبریالۍ او ترسره کونې په برخه کې د هغې غوره مهارتونو ته په کتو سره، مونږ ډیر خوښ یو چې د افغانستان غږ د دوهم څپرکي د صحنې تر شا د ښکارولو لپاره  یو ځل بیا خدیجه له ځانه سره لرو

د خپرونې کوربه – امید نظامي

امید نظامي په کابل کې زېږېدلی دی او د هغه مور او پلار د افغانستان د " غزنی" ولایت څخه دي. د موسیقۍ د هنر سره د هغه لیوالتیا د کوچنیوالي څخه پيدا شوه او په دې برخه کې د هغه کورنۍ او ملګرو هغه ډیر وهڅوه.
امید د موسیقۍ په سیالۍ " افغان ستوري" کې د یوه ګډون کوونکي په توګه ګډون وکړ او د زیات شمېر افغانانو د خوښې وړ وګرځېد. هغه د افغانستان په ډیره محبوبه راډیو، آرمان راډیو کې د یوې خپرونې د کوربه په توګه کار وکړ.